په هند کښې د اسلامي تنظیمونو د ۱۰۰ څخه زیات مشران او عالمان نیول شوي دي

0
49

باغی ټي وي رپورټ
د هند تحقیقاتي ادارو په ۱۳ ایالتونو کې د اسلامي تنظیمونو او مشرانو د نیولو لپاره عملیات کړي او تر ۱۰۰ زیات کسان یې نیولي دي.

د هندي رسنیو په وینا، د مختلفو ایالتونو NIA، ED او پولیسو د ماسپښین په 3:30 بجو د اسلامي تنظیمونو د مسلمانو مشرانو او چارواکو د نیولو لپاره په مختلفو ځایونو کې چاپې وهلې.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د پلټونکو ادارو لخوا د نوي ډیلي، مهاراشترا، یوپی، کیرالا او راجستان په ګډون په مختلفو ایالتونو کې چاپې ترسره شوې.
د هندي رسنیو د راپور له مخې تحقیقاتي ادارو د مسلمانانو د مشرانو او اسلامي تنظیمونو پرضد د ترهګرو لپاره مالي مدد په تور نیولي دي.

په بنګلور او منګلورو کې د هند د سوسیال ډیموکراټیک ګوند (SDPI) او PFI کارمندانو لخوا د چاپو او نیولو په ضد لاریونونه ترسره شوي دي او د اسلامي تنظمیونو مشرانو نیول ی غندلي دي.

Leave a reply