د هند حکومت له خوا به هندي پایلوټ چې پاکستان کښې نیول شوې او بیان آزاد کړې شوو ، د وخت نه زر ریټایرډ شي

0
177

باغي ټي وي رپورټ
د هند هوايي ځواک د ونګ کمانډر ابهینندن ته د ژر تقاعد ورکولو پریکړه کړې ده، ابهنندن چې په پاکستان د برید پرمهال د یوې جنګي الوتکې غورځیدو کې نیول شوی او ټپي شوی وو، بیا د پاکستان حکومت هندي نیول شوې پایلوټ خوشې کړو.

د ابهی نندن د تقاعد د پریکړې خبر د هند ویب پاڼې ‘هندوستان ټایمز’ لخوا شریک شوی.
د هند د هوايي ځواک دا پرېکړه درې کاله وروسته له هغه کېږي چې د ابهیندن (هغه وخت ونګ کمانډر او اوسنۍ ګروپ کپټن) الوتکه د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۷ مه په پاکستان کې نسکوره شوه او وروسته ونیول شوه.

د ميډيا رپورټونو ترمخه د ميګ 21 سکواډرن 4 سکواډرن نه نمبر 51 سکواډرن به د ستمبر په 30مه نيټه تقاعد شي او پاتې 3 ميګ 21 سکواډرن به هم د اوږدې مودې لپاره د پوځ برخه نه وي او په مرحله وار توګه به تر 2025 پورې ریټایر کړې شي.

Leave a reply