د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف فرانس صدر سره لیدنه کړې، په مهمو موضوع ګانو ی ورسره ټینګار کړې دې

0
117

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهاز شريف او دفرانسې صدر امانوئل مکرون ترمينځه ليدنه شوې چې پکې په دوه اړخيزه اړيکو، موسمي بدلون، سيمه ييزو اؤ نړيوالو چارو اؤ نورو مهمو چارو خبرې اترې شوي دي.
د ملاقات په مهال د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري، د خزانې وزير مفتاح اسماعيل، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او د خارجه چارو وزيره حنا رباني کهر هم موجود وو۔
اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د شهباز شريف او مکرون ترمېنځه د ملاقات ويډيو د سوشل ميډيا په ويب سائټ ټوئټر شريکه کړې ده. مريم اورنګزېب وويل دوزيراعظم شهباز شريف اؤ دفرانسې صدر ايمانوئل مکرون ترمينځ ليدنه کې ددوه اړخيزه اړيکو په لا پياوړي کولو اؤ داقليمي بدلون په شان دپيدا کيدونکو چيلنجونو په ګډون مقابله کولو اتفاق شوى دى.

Leave a reply