د بګرام هوايي ډګر د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوې 

0
183

د انجینرۍ لوا. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ د ملي لوا مسلکي او تخنیکي ټیم هڅه کوي چې دغه هوايي ډګر د هغو وسایطو او اسانتیاوو په لرلو سره چې د دوی په واک کې دی، ژر تر ژره ګټې اخیستنې ته چمتو کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د بګرام هوايي ډګر ډېری تاسیسات او برخې مخکې له دې چې په افغانستان کې د امارت واک تر لاسه کړي، امریکايي ځواکونو له منځه وړي دي.

(2022 / 9 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت په خپل ټویټر کې اعلان کړی چې د دغه وزارت د رهبرۍ د هدایت په اساس نن د ملي اردو د منسوبینو لخوا د بګرام هوايي ډګر د فعالولو، ترمیم او پاکولو کار پیل شو.

Leave a reply