یونیسکو په افغانستان کې ۲۵ زره کسانو ته د سواد او زده کړې زمینه برابروي.

0
88

 

20سپتمبر 2022

د دوشنبې په ورځ (۲۸ سنبله ۱۴۰۱) په کندهار ولایت کې د یونسکو له خوا د سواد نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

په دې غونډه کې د یونسکو د سواد زده کړې د کمپاین په اړه هم معلومات وړاندې شول چې په ترڅ کې یې د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۰۰ ولسوالیو کې ۲۵ زره لویانو او ځوانانو ته د عمومي او اساسي زده کړو کورسونه په لاره اچولو خبره هم وشوه.

د یونسکو د سواد زده کړې رئیس شمس الله عمري وویل، دغه کمپاین د سواد زده کړې په برخه کې د عامه پوهاوي د رامنځته کولو او د سواد له ګټو څخه د خلکو د پوهاوي په موخه د (سواد د روښانه راتلونکي لپاره) تر سرلیک لاندې په لاره اچول شوی دی.

 

عمري وايي، په دغه کمپاين کې د سوېلي حوزې د پنځو ولايتونو ۲۸ ولسوالۍ هم شاملې دي او په ترڅ کې به يې ۷ زره زده کوونکو ته د ليک او لوست زمينه برابره شي.

 

ده زياته کړه: د هېواد د ٢٠ ولايتونو په سلو سيمو کې د ٢٥ زرو تنو لويانو او ځوانانو لپاره د عمومي او لومړنيو زده کړو کورسونه برابر شوي دي. په دې پروګرام کې د کندهار، هلمند، نیمروز، اروزګان او زابل ۲۸ ولسوالۍ هم تر پوښښ لاندي نیول سوي دي. په يادو ولسواليو کې به شاوخوا اووه زره زده کوونکو ته د ليک او لوست زده کړه ورکول کېږي او شاوخوا ٤٧٠ ښوونکي به د ٩ مياشتو لپاره د کار زمينه برابره کړي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړې رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري وايي، په تېر کال کې یې د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي پروژو په پلي کېدو سره په ټول هېواد کې ۸۵ زره زده کوونکو ته د لیک لوست زده کړې زمینه برابره کړې ده. د سواد زده کړې د ۸۲ ښوونځیو له لارې له ۴۰۰۰ څخه زیاتو ځوانانو او لویانو ته چې له رسمي زده کړو بې برخې پاتې شوي، د پرله پسې زده کړې فرصتونه برابر شوي دي.

په دې غونډه کې يو شمېر نورو ګډونوالو د سواد زده کړه مهمه وبلله او غوښتنه يې وکړه، چې د لرو پرتو سيمو خلکو ته دې د زده کړو زمينه برابره شي.

اړوند موضوعات

زنگ آغاز سال تعلیمی در ولایات گرمسر افغانستان به صدا درآمد

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد شاوخوا ٦٠ سلنه وګړي بې سواده دي او د نفوسو زياتوالى، بېوزلي، ناوړه دودونه او جګړې هغه مهم لاملونه دي، چې ډېرى افغانان يې له زده کړو بې برخې کړي دي.

Leave a reply