د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي: د اصنافو مالیه کمه شوې هټۍوال دې د توکو بیې ټیټې کړي.

0
114

د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي: د اصنافو مالیه کمه شوې هټۍوال دې د توکو بیې ټیټې کړي.

20 سپتمبر 2022

د افغان دولت د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې له کسبګرو او هټۍ والو د ملاتړ په غونډه کې وویل: د اصنافو مالیه په بې ساري ډول کمه شوې او هټۍ وال هم باید دغه بدلون ته په پام د توکو بیې ټيټې كړي.

نوموړي وویل دا يوه ښه ګام دی چې د ماليې وزارت د اصنافو مالياتو نورم له ۱.۵ سلنې ۰.۵ سلنې ته راټیټ کړی دی.

هغه زياته کړه هټۍ وال دې دغه تغيير د توکو په پلور کې په پام کې ونيسي څو بيې راټيټې شي او عام خلک یې اغېز حس کړي.

 

ده له هغو کسانو سره پر قانوني چلند ټينګار وکړ چې مالیه نه ورکوي او له خلکو یې وغوښتل چې پر خپل وخت مالیه ورکړي.

 

په اخیره کې عبدالسلام حنفي وويل چې د مالياتي عوايدو په اړه به خلکو او ولس ته حساب ورکول کېږي.

Leave a reply