په کابل کښې افغانانو د پاکستان سفارت ستاینه کړې باغي ټي وي رپورټ

0
44

په کابل کښې افغانانو د پاکستان سفارت ستاینه کړې
باغي ټي وي رپورټ

د افغانستان په پایه تخت کابل کښې افغانانو د پاکستان سفارت خانې او د پاکستان حکومت دا کار ستایلې چې په کابل کښې د پاکستان سفارخانه وس هم پرانستې ده او پاکستانیانو او افغانانو لپاره د سفر کولو دپاره د قانوني کاغذونواو ویزه ورکولو سهولت ورکوي.
یاده دې دې وی چې په کابل کښې د پاکستان ، روس او چین حکومت اعلان کړې چې په کابل کښې به ددوی سفارتخانۍ پرانستې وي چې افغانانو ته د ویزې سهولت ورکړي او د افغانستان عوام د څه قسم مشکل او ستونزو سره مخ نه شي.

په طورخم کښې د صحت محکمې سرچینور مطابق نن صبا پاکستانیان د افغانستان نه د طورخم له لارې راتلې شی او دغه شان د پاکستان نه افغانان افغانستان ته تلې شی.

سرچینې وای چې د پاکستانی چارواکو ترمینځ خبرې روانې دي او امکان لري چې ډیر زر به افغانان مریضانو ته هم اجازت ورکړې شی چې د طورخم له لارې پاکستان ته داخل شي.
یاده دې وی چې د ټول افغانستان ولایتونو نه همیشه افغانان خپل مریضان پیښور او د پاکستان نورو ښارونو ته راوړي چې دلته ی علاج وکړي.

Leave a reply