قریشي په نیویارک کښې د خبریالانو یو غیرسرکاري سازمان غړو سره لیدلي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیرخارجه شاه محمود قریشي په امریکه نیویارک کښې د امریکې د پخوانیو خبریالانو یو غیرسرکاري تنظیم د غړو سره ملاقات کړې دې.
د قریشي په ټویټر پانړه لیکلي چې ددې تنظیم مشرانو غړو سره ی وکتل او د افغانستان په مسله او د کشمیر په مسله ی د پاکستان د موقف نه خبر کړل.
د بهرنیو مالي مرستو باندې په پاکستان او په دې خطه کښې د ترهګرې څه بد اثرات شوي ، پاکستان په خاصه توګه د بهر نه سپورټ شوې ترهګرۍ په وجه ډیر بد متاثر شوې دې، قریشي د امریکا خبریالان ددې نه خبر کړل چې د بهرنيو مالي مرستو په وجه د ترهګرې نه پاکستان څومره بد متاثر شوې دې.
Good to hold a briefing with @FPANewYork to share Pakistan’s views on #Afghanistan, the Jammu and Kashmir dispute and the grave issue of externally funded, sponsored and supported regional and global terrorism, of which Pakistan has been a victim and has suffered immensely. pic.twitter.com/RpwQZz7siV
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) September 22, 2021






