د بلخ پوهنتون د فارسي بورډ لیرې کول؛ د لوړو زده وزارت ویاند: “دانشګاه” په قانون کې وجود نه لري

د بلخ پوهنتون د فارسي بورډ لیرې کول؛ د لوړو زده وزارت ویاند: “دانشګاه” په قانون کې وجود نه لري
د ا.ا مشرتابه ویلي دي چې اساسي قانون ته اړتیا نشته. خو د لوړو زده کړو وزارت وياند زياته کړه، چې د دغه وزارت د قانون له مخې به له دې وروسته د بلخ پوهنتون نښه “د بلخ پوهنتون/ پوهنتون بلخ” وي.
(2022 / 9 / 20 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي د بلخ پوهنتون له نښان څخه د «دانشګاه» د کلمې د لرې کولو په اړه د نیوکې په ځواب کې وویل چې قلنون کې یوازې د «پوهنتون» کلمه ذکر شوې ده.
ښاغلي تقي تېره ورځ (دوشنبه، غبرګولي ۲۸مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت په قانون کې یوازینۍ اصطلاح “پوهنتون” ده او د “دانشګاه” کلمه په کې نشته.
هغه زیاته کړه چې دغه قانون په جمهوري نظام کې هم د اعتبار وړ و. د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت د واک تر لاسه کولو وروسته د افغانستان اساسي قانون چې د ټولو قوانینو مور ګڼل کیده لغوه کړی دی.
د ا.ا مشرتابه ویلي دي چې اساسي قانون ته اړتیا نشته. خو د لوړو زده کړو وزارت وياند زياته کړه، چې د دغه وزارت د قانون له مخې به له دې وروسته د بلخ پوهنتون نښه “د بلخ پوهنتون/ پوهنتون بلخ” وي.





