کابل کې د ایران سفیر ویلي چې هره ورځ شپږ زره افغانان ایران ته اوړي   

0
233

کابل کې د ایران سفیر ویلي چې هره ورځ شپږ زره افغانان ایران ته اوړي 

هغه دا کار د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ په برخه کې ممکن وګڼلو. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو له وزیرې نانایا مهوتا سره په ټیلیفوني خبرو کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې وه.

 

(2022 / 9 / 19   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د لا زیاتو مرستو د جلبولو په تړاو د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو د وزیر تر منځ له خبرو وروسته وویل چې هره ورځ له افغانستانه څه باندې شپږ زره کسان ایران ته داخلېږي.

د ایران سفیر دا هم ویلي دي چې د دغو کسانو نیمایي یې ایران ته د سفر لپاره اړینې ویزې او اسناد نه لري او په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته داخلیږي.

نوموړي په کابل کې له ط’الب چارواکړ سره په لیدنه کې په افغانستان کې دننه د کډوالۍ د کچې د راټیټولو او د کار د فرصتونو په رامنځته کولو خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم ویلي دي چې ایران ته د مهاجرت د څپو د مخنیوي لپاره په پوله کې د ځانګړو پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کیدو اړتیا ده چې د مخدره موادو د قاچاق مخه ونیول شي.

هغه دا کار د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ په برخه کې ممکن وګڼلو. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو له وزیرې نانایا مهوتا سره په ټیلیفوني خبرو کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي عبداللهیان وویل چې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر ۴.۵ میلیونه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو له وزیرې نانیا مهوتا سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې له افغانستانه د څه باندې څلور نیم میلیونو کډوالو کوربه دی او له نیوزیلنډ او نورو «دوستانو» هېوادونو یې غوښتي چې لا نورې مرستې وکړي.

د کډوالو د نړیوالې ادارې د تازه شمېرو له مخې چې د ایران د حکومت د وروستیو شمېرو پر بنسټ خپره شوې، په ایران کې شاوخوا ۸۰۰ زره کډوال ژوند کوي چې له دې ډلې ۷۸۰ زره یې افغانان او ۲۰ زره یې عراقیان دي. .

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې ایران سږ کال میلیونونه افغانان شړلي او هره ورځ له ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې افغانان د ایراني چارواکو له خوا شړل کېږي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت صندوق د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې چې ط’البانو یو ځل بیا پر افغانستان واکمني وکړه، د همدې کال د ډسمبر تر پنځمې پورې شاوخوا نیم میلیون افغانان ایران ته قاچاق شوي دي.

اړوند موضوعات: 

ایران؛ لۀ افغان کډوالو سره ناوړه چلند د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي   

له دې څخه، شاوخوا 360,000 خلک په زوره ایستل شوي او 126,000 د رضاکارانو په توګه بیرته راستانه شوي. په دې توګه یوازې څوارلس زره کسان چې د طالبانو له وېرې تښتېدلي اوس په ایران کې مېشت دي. په ټوليزه توګه په ايران کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا درې ميليونه دى او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير د نورو مرستو د جلبولو په موخه دا شمېره ٤،٥ ميليونه اعلان کړې ده.

Leave a reply