د حکومت د رسنیو مرکز کې د افغان او پاکستاني رسنیو د استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

0
94

د حکومت د رسنیو مرکز کې د افغان او پاکستاني رسنیو د استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

 

د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې رسنۍ د عامه ذهنیت په روښانولو او د دواړو هېوادونو د ګټو په خوندي کولو کې اساسي او مهم رول لوبولی شي او د سولې او ورورګلوۍ، اقتصادي ودې او هوساینې فضا رامنځته کول اړین دي.

 

(2022 / 9 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په دې غونډه کې د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، مرستیال ویاند قاري محمد یوسف احمدي، بلال کریمي، د ملي راډیو ټلویزیون رئیس احمدالله وثیق، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رئیس انعام الله سمنګاني، د دولتي ورځپاڼو رييس محمد ابراهيم نبيل، د باختر خبري اژانس رييس ډاکتر عبدالواحد ريان او د افغانستان او پاکستان يو شمېر خبريالانو او د رسنيو مسوولينو ګډون درلود.

په دې غونډه کې لومړی ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د پاکستاني رسنیو د استازو د راتګ هرکلی وکړ او د حقایقو انعکاس یې مهم او ارزښتناک وباله.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې رسنۍ د عامه ذهنیت په روښانولو او د دواړو هېوادونو د ګټو په خوندي کولو کې اساسي او مهم رول لوبولی شي او د سولې او ورورګلوۍ، اقتصادي ودې او هوساینې فضا رامنځته کول اړین دي.

مجاهد وویل دواړه هېوادونه باید په همغږي او منظم ډول د باور وړ حقایقو او خبرونو په خپرولو او انعکاس کې دوامداره هڅې وکړي.

ورپسې سلمان جاوېد او سید وقاص شاه د پاکستاني رسنیو په استازیتوب خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «افغانستان او پاکستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې د مذهبي او کلتوري اړېکو په ګډون ډېر نور مشترکات هم لري».

د دواړو هېوادونو د ګټو د تامین لپاره د افغانستان او پاکستان د رسنیو تر منځ د اړیکو د جوړولو ته اړتیا ده، څو واقعیتونه په ډاګه شي او د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ، تعامل او همغږۍ کچه پیاوړې شي.

په همدې مناسبت د شمشاد تلویزیون څخه عابد احساس او د طلوع نیوز تلویزیون څخه شیرشاه رسولي او همدارنګه د ملي راډیو او تلویزیون عمومي مدیر احمدالله وثيق د افغانستان د رسنیو په استازیتوب خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «په اوسنيو حالاتو کې د دواړو هېوادونو د رسنیو ترمنځ همکارۍ ته ډېره اړتیا ده.


دا همکاري باید په مسؤلیت سره او د دواړو هیوادونو د ګټو مطابق ترسره شي.»

دوی د پاکستاني رسنیو له مسوولینو هم وغوښتل چې هغو خبرو ته لومړیتوب ورکړي چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره مهم وي.

د غونډې په پای کې د اسلامي امارت عمومي ویاند ذبيح الله مجاهد ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د افغان خبريالانو او رسنيو د مسوولينو يوه ډله د نظرونو د تبادلې او شريکولو او د همکارۍ او همغږۍ د کچې د پياوړي کولو په موخه پاکستان ته سفر وکړي.

Leave a reply