ضلع خیبر د نشه ی توکو څخه پاکول زمونږ مشن دې. شاه فهد،ډپټي کمشنر ضلع خیبر

0
91

نصیب شاه شینواري

د ضلع خیبر ډپټي کمشنر شاه فهد خبریالانو سره د یوې غونډې په ترڅ کښې ویلي دی او ژمنه ی کړې ده چې د نشه ی توکو او په نشه روږدو کسانو څخه پاک خیبر ددوی مشن دې او ټول ضلع خیبر به ددې ناوړه توکو څخه.پاکوي.

د نشه ی توکو څخه پاک خیبر کمپاین په لړ کښې وړمه ورځ ډپټي کمشنر دفتر کښې د ډپټي کمشنر خيبر شاه فهد په مشرۍ کښې د نشه يي توکو نه پاک خيبر مهم په اړه یوه مهمه غونډه وشوه۔
په غونډه کښې د باړه جمرود او د خېبر ضلعې د لنډي کوتل تحصیل خبريالانو ګډون اوکړو.
په غونډه کښې د نشه يي توکو نه د پاک خيبر کمپاين د بنيادي انتظاماتو، د کمپاين په اهميت، د ورپېښو چيلنجونو، د پوهاوي کمپاين او نورو مسايلو په اړه خبریالانو ته تفصيلي بريفنګ ورکړل شو.
خبریالانو ته اوویل شول چې د خېبر ضلعې انتظامیې تر مشرۍ لاندې په خېبر ضلع کښې د نشه ایزو موادو نه پاکولو د دویمې مرحلې په لړ کښې خاص کریک ډاؤن پیل کیږي چې پکښې د ضلعې انتظامیې، سوشل ویلفئیر ډیپارټمنټ، صحت محکمی، ریسکیو ۱۱۲۲ او پولیس شامل دي.
د دې ضلععې په ټولو درېو تحصيلونو کې به روږدي کسان نيول کېږي او د بيارغونې مرکزونو ته به رسول کېږي، چې هلته به يې بشپړه درملنه وشي تر څو د هېواد یو ځل بیادفعاله وګړي جوړ شي.
په دې برخه کې د عامه پوهاوي پيغامونه خپرولو او د ټولو اړونده ادارو له لوري دا ضلع د نشه يي توکو څخه پاکولو په لړ کښې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شوې دې.
ځای اولس د ډپټي کمشنر خیبر او ددوی انتظامي همکارانو څخه ځانګړې مننه کړې چې د خیبر ضلع د نشه ی توکو څخه د پاکولو کمپاین پیل کوي .

Leave a reply