د پخواني وزیراعظم نواز شریف ټویټر پانړه هم ددې ادارې څخه تصدیق شوې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د مسلم لیګ نون د مشر نواز شریف ټویټر اکاونټ هم تایید شوی دی.
د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز پوليټيکل سيکرټري ذيشان ملک د نواز شريف د تصديق شوي ټويټر اکاونټ سکرین شاټ شريک کړی او خپلو مينه والو ته يې خبر ورکړی دی.
په ټويټر کې د مسلم ليګ نون مشر نوازشريف تر اته زره زيات کاروونکي دا مهال فالو کوي، په داسې حال کې چې هغه څوک نه فالو کوي.
نواز شریف چې ۳ ځله د پاکستان د لومړي وزیر کیدو اعزاز لري، په لندن کې د درملنې لپاره بهر دی، خو وخت په وخت یې په ټولنیزو رسنیو کې پیغامونه خپریږي.
Verified pic.twitter.com/pedcFdFEgm
— Zeeshan Malik (@ZeshanMalick) September 13, 2022






