کراچۍ کښې د دارو درمل ذخیره کوونکو په ضد کاروایی شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د درملو تنظیم ادارې (ډریپ) د کراچۍ د درملو په بازار کې چاپه اچولې او د دوه نیم لکو نه زیات د تبې ګولۍ یې ترلاسه کړې دي.
د صحت وزارت وياند ترمخه په بازار کښې د بخار د ګوليو مصنوعي قلت د ذخيره کولو له وجې پيدا شوے د سندھ د دواخانو معائنو د لاهور نه د جعلي دوايانو يو سامان قبضه کړے دے۔
د روغتیا وزارت ویاند وايي، په دغو درملو کې د ژوند ژغورونکي انټي بیوټیک درمل شامل دي.
ياده دي وي چي د پيښور هائي کورټ چيف جسټس قيصر رشيد خان د ډي آر پي چارواکو ته حکم کړے وو چي تر دريو هفتو پوري بازار کښي د بخار یعني تبه کښې کاروونکي دوايانو سپلائي يقيني کړي۔
دا خبره هم مهمه او د یادونې ده چې په پیښور او داسې شاوخوا سیمو کښې هم شکایتونه راغلي دي چې په مارکیټ کښې د تبې ګولۍ لکه پیناډول کمښت راغلې دي او ویل کیږي چې د دوایانو کاروبار سره تړلي خلکو دا ګولۍ ذخیره کړي او په ګران قیمت ی خرڅوي.
ځایی اولس د انتظامیه دې کار ستاینه کړې ده چې د دارو درمل ذخیره کوونکو په ضد ی کاروایی کړي ده، اولس غوښتنه کړې چې دا دوکاندارانو په ضد دې سخته کاروایی وشی چې د اولس سره دا ظلم بند شي.





