شهباز ګل په ضمانت خوشې شوې، هغه په ۸ اګست د ادارو په ضد پاروونکي بیانونو ورکولو پس نیول شوې وو

د شهباز ګل تازه انځور په ټویټر پانړه خپور شوې دې.
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر شهباز ګل په ضمانت خوشې کیدو وروسته په سوشل میډیا یو بیان جاري کړی دی.
په ټوېټر باندې په یو پیغام کې، شهباز ګل د قرآن کریم آیت “حسبنا الله و نعم الوکیل” شریک کړ.
ياده دې وي چې د اسلام اباد هائي کورټ د غدارۍ په مقدمه کې نيول شوي د پاکستان تحريک انصاف مشر شهباز ګل د پنځه لاکه روپو په ضمانت خوشي کړی دی.
بل اړخ ته د شهباز ګل تازه عکس هم د پي ټي آئي اسلام آباد په ټویټر پانړه چې تصدیق شوي صفحه ده شیئر شوی دی.
بل خوا پخواني وفاقي وزير او د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري د شهباز ګل ضمانت د جمهوريت فتح بللې ده۔
فواد چوهدري په ټويټر خپل يو پيغام کې ليکلي چې د شهباز ګل خوشې کېدل د انصاف او جمهوريت بريا ده، د ګوند او عمران خان لپاره په کومه لاره چې شهباز د غونډي په شان ولاړ و، نن ټول ګوند د هغه په زړورتيا وياړي.
ياده دي وي چي اسلام آباد پوليس شهباز ګل د اګست په نهمه نيټه د بني ګاله څخه د ادارو او فوځ په ضد د پارونکي بيانونو ورکولو په تور نيولي وو او په ضد ئي په کوهسار پوليس سټيشن کښي د غدارۍ مقدمه درج کړې شوې وه۔
Thank you @SHABAZGIL
You are a true inspiration!#TigerIsBack #ShahbazGill pic.twitter.com/xNjS14Hw4S— PTI Islamabad (@PTIOfficialISB) September 15, 2022
“حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيْلُ”
— Dr. Shahbaz GiLL (@SHABAZGIL) September 15, 2022





