د پنجاب وزیراعلی د ایډهاک ملازمتونو څخه پابندي اوچته کړې، مراسله ی لاس لیک کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب کښې به ډاکټران، نرسانې او نور عمله په ایڈهاک توګه ګمارلې شي، وزیراعلی پرویز الهی د صحت محکمی کښې په ایڈهاک نوکریو بندیز ختمولو منظوري ورکړې ده.
د بندیز لرې کول به د ځانګړي روغتیا پاملرنې څانګې او د لومړني او ثانوي روغتیا پاملرنې ریاست باندې پلي شي.
دا خبره د یادونې ده چې په ټول هیواد کښې او په خیبر پښتونخوا کښې هم ځایی اولس او د بیلا بیلو سرکاري ادارو اهلکار احتجاجونه کوي او غوښتنه کوي چې په ملک کښې د په عارضي توکه کارروزګار موقعې ورکولو باندې بندیز ولګوي او دې اولس ته دې د روزګار او کاروبار ښې موقع په لاس ورکړل شي او د سرکاري نوکرانو استحصال دې بند کړې شي.