د مودي حکومت په ملاتړ کښې هند کښې د مسلمانانو د سپکاوي او پاکو سيڅلو ځایونو سپکاوۍ دوام لري

0
87

باغی ټي وی رپورټ
د مودي حکومت په ملاتړ سره د مسلمانانو د احساساتو د زیانمنولو، جوماتونو او سپېڅلو ځایونو ته د سپکاوي لړۍ دوام لري.

د هند په کرناټکا ایالت کې هندو افراطیانو د جومات په دروازه کې د مسلمانانو د نسل وژنې په پار سندرې ویلې، د جومات پر دیوالونو د لیزر څراغونه لګول شوي وو.
په دغه وخت کې تاوتریخوالی دوام درلود او هندو افراطیانو د مسلمانانو ځورولو ته دوام ورکړ.

د يادونې وړ ده چې پرون هم د هند د بنارس ښار په ګيان واپي جومات کې د عبادت د اجازې لپاره دائره شوې درخواست اورېدنه شوې ده.

په دغه جومات کې د هندوانو د عبادت د اجازې لپاره يو هندو ګوند په ځايي محکمې کې درخواست جمع کړ، چې مسلمان اړخ يې د دې غوښتنې مخالفت وکړ او د دغه درخواست د لغوه کولو غوښتنه يې وکړه، خو محکمې دا درخواست د اورېدنې لپاره د سپټمبر پر ٢٢مه ټاکلى دى.

په دې لنک کلک وکړې او تاسو به اوګورې چې هندوان په ډیره ناوړه توګه د مسلمانانو د جومات مخې ته په اوچت غږ سره سندرې غږوي ، چغې او سورې وهي

Leave a reply