سیګار: د افغانستان ګاونډیو هېوادونو لۀ دغه هېواد سره سوداګري او ټرانزیټ محدود کړی   

سیګار: د افغانستان ګاونډیو هېوادونو لۀ دغه هېواد سره سوداګري او ټرانزیټ محدود کړی 

په همدې حال کې په افغانستان کې دا.ا په بیا راتګ سره دتیرو کلونو په پرتله د صادراتو کچه لوړه شوې ده. افغانستان تیر کال ۸۵۰ میلیونه ډالره صادرات درلودل چې د ا.ا د واکمنۍ پر مهال ۱.۳۶۴ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

 

(2022 / 9 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې (سیګار) د امریکا کانګرس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیانو د ځینو اندېښنو له امله له دغه هېواد سره سوداګري او ټرانزیټ محدود کړی دی. د دغه راپور له مخې، د افغانستان د پولو امنیت، جنایی فعالیتونه او سیاسی ناکراری د افغانستان د ګاونډیانو له مهمو اندېښنو څخه دی.

سیګار په دغه راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته دغه هېواد ته د تګ راتګ کچه له ۴۰ تر ۵۰ سلنې کمه شوې ده. په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې، د ګاونډیو هېوادونو له خوا د سوداګرۍ او ترانزیت محدودیت نامناسب دی او د منفي پایلو خبرداری یې ورکړی دی.

د دوی په وینا، د افغانستان پر سوداګرۍ او ترانزیت د بندیزونو په لګولو سره په دغه هېواد کې د سوداګرۍ او ترانزیت رول ګډوډ شوی او د صادراتو او وارداتو ګراف به هم ټیټ شی. د دوی په وینا نړیوالو بازارونو ته د سوداګرو نه لاس رسی او د اقتصاد په برخه کې د سیمه ییزو تعامل او همکارۍ نشتوالی د دغو بندیزونو تر ټولو ویجاړونکې پایلې ګڼل کېږي.

کارپوهان ټینګار کوي، چې که دغه بندیزونه لیرې نه شي، نو په افغانستان کې به یو لوی اقتصادي بحران رامنځته شي. دوی له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل د دې محدودیتونو یوازینی حل ګڼي.

خو اسلامي امارت د افغانستان د ګاونډیانو له خوا د سوداګرۍ او ترانزیت محدودیتونه په دغه هیواد د امریکا د بندیزونو پایله ګڼي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند احمد جواد دبیر ویلۍ چې د افغانستان ګاونډیان پر افغانستان د امریکا د بندیزونو په اړه له احتیاطه کار اخلي.

په همدې حال کې په افغانستان کې دا.ا په بیا راتګ سره دتیرو کلونو په پرتله د صادراتو کچه لوړه شوې ده. افغانستان تیر کال ۸۵۰ میلیونه ډالره صادرات درلودل چې د ا.ا د واکمنۍ پر مهال ۱.۳۶۴ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载