د شارجه په لوبغالۍ کښې ګډوډي کووونکو افغانانو باندې ۲ دوه لکه روپۍ جریمه ولګول شوه

باغی ټي وي رپورټ
د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو کې پر هغو تماشاچیانو سخته جریمه ولګول شوه چې د پاکستان او افغانستان په لوبه کې یې ګډوډي کړې وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په شارجه کې د پاکستان او افغانستان تر لوبې وروسته هر هغه لیدونکي چې لوبغالي ته یې زیان رسولی، ۳۳۰۰ درهم چې شاوخوا ۲۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې کېږي جریمه شوي دي.
د دوبۍ پولیسو هغه افغانانانو ته چې ګډودي ی کړې وه ،دوی ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که دوی په راتلونکي کې دا کار بیا وکړي، نو زنداني به شی او د دوبۍ هیواد څخه به اوویستل شي.

ياده دې وي، چې د دوبۍ پوليسو د شارجې په لوبغالي کې د ګډوډۍ په تور ٩٧ افغانان نيولي او د متحده عربي اماراتو له بېلابېلو سيمو څخه ١١٧ افغانان او ٣٩١ کسان له پاکستاني مينه والو سره د جګړې په تور نيول شوي دي.
د دوبۍ د پولیسو په استازیتوب د لاریون کونکو د لاریون ویډیو هم په ټویټر کې خپره شوې وه

د یادولو ده، چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان تر بریا وروسته د شارجې په لوبغالي کې د پاکستاني تماشبینو په ضد د افغان تماشبینو ویډیو ګانې خپرې شوي وې، په ویډیو ګانو کښې افغانان د شارجه په لوبغالۍ کښې د میدان څوکۍ ماتوي او پاکستان تماشبین په نښه کوي چې بیا د شارجه پولیس له لوري دا افغانان ونیول شول او جریمه کړل شو.