په پیښور هوایی ډګر بهر هیواد ته د نشه ی توکو قاچاق هڅه شنډه کړې شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ائيرپورټس سيکيورټي فورس اهلکارو د پيښور ايئرپورټ باندي کاروائي دوران قطر ته تلونکي مسافر له سامان نه دوه نيم کيلوګرامه هيروين برآمد کړي دي۔
د ASF ویاند په وینا، د هوايي ډګر امنیتي ځواکونو دوحې ته روان مسافر څخه 2.648 کیلوګرامه هیروین ترلاسه کړي دي.
د اي ایس ایف وياند وايي، مسافر محمد نعيم په مهارت سره هيروين د کڅوړې په داخلي برخو کې پټ کړي وو، خو د ايساف ځواکونو د تلاشۍ پر مهال د نشه يي توکو په ترلاسه کولو سره د قاچاق هڅه ناکامه کړه.
ویاند زیاته کړه چې تورن د لومړنیو پلټنو وروسته د ترلاسه شوي نشه يي توکو سره د نورو قانوني کړنو لپاره د ANF چارواکو ته سپارل شوی دی.





