د پاکستان بین المللي د فټ بال لوبغاړي لنډیکوتل کښې د سیلاب ځپلو لپاره لوبه کوي

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې د راروان ۱۱ ستمبر د اتوار په ورځ د پاکستان وتلي او بین المللي د فټ بال لوبغاړي یوه دوستانه سیالۍ کښې برخه اخلي، ددې سیالۍ مقصد دې چې په پاکستان کښې د سیلاب ځپلو لپاره مالي امداد راجمع کړي او په پاکستان کښې د سیلاب ځپلو سره مالي مرستې وکړي.
هم دا لوبغاړي به په پیښور کښې هم په ۱۶ ستمبر په طهماس خان فټ بال میدان کښې په یوه دوستانه سیالۍ کښې برخه واخلي چې د سیلاب ځپلو لپاره مالي امداد راغونډ کړي.
د خبري غونډې په مهال د لنډیکوتل وتلې قومي او بین المللي فټ بال لوبغاړې عتیق شینواري هم موجود وو، هغه اوویل چې د سیالۍ بنیادي مقصد هم دادې چې په هیواد کښې د سیلاب ځپلو لپاره مرستې راجمع کړي ، هغه اوویل چې دوی نه غواړي سیلاب ځپلي په دې سخت وخت کښې یواځې پریږدي، هغوی د سیمې مالداره خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د سیلاب ځپلو لپاره تابیا شوي دې سیالۍ د کتو لپاره هم راشي او سیلاب ځپلو سره پوره پوره مرستې هم وکړي.
د پخوانۍ فاټا اولمپيک ايسوسي ايشن پخواني صدر شاهد خان شينواري، انټرنيشنل فټبال لوبغاړي عتيق شينواري او د خيبر سپورټس کلب صدر معراج الدين شينواري په لنډي کوتل پريس کلب کښې یوې خبري غونډې ته په وینا کښې اوویل چې دوی هڅه کړې چې په لندیکوتل کښې د پاکستان وتلي بین المللي لوبغاړي راغونډ کړي او د سیلاب ځپلو لپاره د امداد راجمع کولو لپاره په یوه دوستانه سیالۍ کښې برخه واخلي.

خبري غونډي ته د خيبر سپورټس کلب صدر معراج الدين شينواري وويل چي د لنډیکوتل خلق میلمه دوسته او امن خوښي خلک دي او دداسې سیالۍ د تابیا کولو لپاره د شاهد شنواري څخه خاص مننه کوو چې دوی په لنډیکوتل کښې د فټ بال وتلي لوبغاړي رابلي او دلته د سیلاب ځپلو لپاره په یوه سیالۍ کښې ګډون کوي، دوی اوویل چې میلمنو لوبغاړو ته هرکلۍ وایی .
شاهد شینواري، عتیق شینواري، معراج الدین شینواری، کلیم الله شینواري او اختر رسول شینواري د لنډیکوتل او د خیبر د سیمې خلکو او په مالي توګه قوي خلکو څخه غوښتنه وکړه چې په دې دوستانه سیالۍ کښې ګډون وکړي او دې لوبه ته راتګ سره سره د سیلاب ځپلو پوره پوره مرسته وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网