احمد مسعود: پاکستان د ا.ا پۀ ملاتړ ” لۀ اور سره لوبې کوي”

احمد مسعود: پاکستان د ا.ا پۀ ملاتړ ” لۀ اور سره لوبې کوي”
احمد مسعود زیاته کړه چې پاکستان د هغو ډلو ملاتړ کوي چې هدف یې په نورو هېوادونو کې بې ثباتي ده او پاکستان په ښکاره اعتراف کړی چې له تېرو شلو کلونو راهیسې یې د ا.ا ملاتړ کړی او هغوی ته یې پناه ورکړې ده.
(2022 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان د ا.ا په ملاتړ “افغانستان کې اور بل کړی” او باور لري چې دا اور به ډېر ژر “دا هېواد ونیسي”.
احمد مسعود زیاته کړه چې پاکستان د هغو ډلو ملاتړ کوي چې هدف یې په نورو هېوادونو کې بې ثباتي ده او پاکستان په ښکاره اعتراف کړی چې له تېرو شلو کلونو راهیسې یې د ا.ا ملاتړ کړی او هغوی ته یې پناه ورکړې ده.
د مقاومت د جبهې مشر وايي، که ط‘البان پر افغانستان واکمن نه وای، نو په کابل کې به یې د الق’اعده شبکې مشر ایمن الظ’هري لیدلی وای، چې د امریکا له خوا په پاکستان کې وژل شوی ؤ.
هغه وویل لکه اسامه بن لادن. احمد مسعود دا هم وايي، چې پاکستان غواړي افغانستان د وزیرستان پر ځای د ترهګرو په ځاله بدل کړي. نوموړي د دې خبرو په یوه برخه کې دا هم زیاته کړې، چې د ط’البانو حکومت به هم د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای وي.





