د کرنیزو محصولاتو کمښت؛ خلک د بیو لۀ لوړوالي شکایت کوي
د کرنیزو محصولاتو کمښت؛ خلک د بیو لۀ لوړوالي شکایت کوي
د يادونې وړ ده، چې پاکستان ته د رومیانو صادرات په داسې حال کې زيات شوي، چې تر دې مخکې په دغه هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله په پاکستان کې زيات شمېر کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې دي.
(2022 / 9 / 6 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کرنیزو محصولاتو د کمښت او په بازارونو کې د بیو د لوړوالي په اړه د پلازمېنې د اوسېدونکو شکایتونه یو شمېر کابل ښاریانو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د ترکاریو په ګډون د کرنیزو محصولاتو کمښت او د پلازمېنې په بازارونو کې د بیو لوړېدو دوی د پېرلو له توان څخه بې برخې کړي دي.
دوی په بازارونو کې د روميانو په ګډون د ځينو سبزيجاتو له کمښت څخه شکايت کوي.
خو د کابل ښار د مېوو او سبزیو په مارکېټ کې یو شمېر ترکاري پلورونکي بیا په بازارونو کې د ترکاریو د بیو د لوړېدو لامل پاکستان ته د ترکارۍ د صادراتو زیاتوالی بولي.
دوی وايي، پاکستان ته د ترکاریو د صادراتو له ډېرېدو سره د کابل په بازارونو کې د کرنیزو ممصولاتو له کمښت سره مخ شوي دي.
د ترکارۍ پلورونکي له اسلامي امارت غواړي چې پاکستان ته د ترکارۍ د زیات صادراتو مخه ونیسي او په بازارونو کې د ترکارۍ نرخ کنټرول کړي.
له بلې خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې د رومیانو په ګډون د کرنیزو محصولاتو له زیاتوالي سره د دغو محصولاتو صادرات هم زیات شوي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند احمد جاوید ذبیر په دې باور دی چې د کابل په بازارونو کې د رومیانو د بیو لوړوالی په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله دی.
هغه پاکستان ته د ترکاریو د صادراتو په تړاو وايي چې پاکستان ته د صادراتو په زیاتوالي سره د ترکاري د خرابېدو مخه نیول شوې ده.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي، چې د کابل ښار په بازارونو کې د تېرې شنبې په پرتله د رومیانو بیه له ۲۰ تر ۴۰ سلنې راټیټه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې پاکستان ته د رومیانو صادرات په داسې حال کې زيات شوي، چې تر دې مخکې په دغه هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله په پاکستان کې زيات شمېر کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې دي.