په عوامي غونډو کښې د سرکاري مشینرۍ کارول، په سوشل میډیا ویډیو خپره شوې چې د پي ټي آیی په جلسه کښې سرکاري مشینري کارول کیږي

0
183

باغی ټي وي رپورټ
په پېښور کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) جلسې ته د تیاریو لپاره د حکومتي ماشینرۍ د کارولو یوه ویډیو خپره شوې ده.
په سوشل ميډيا د پي ټي آئي لخوا د پيښور ډيولپمنټ اتهارټي لخوا د بيرغ پورته کولو يوه ويډيو په سوشل ميډيا خپره شوې چې د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر ميا افتخار حسين په خپل ټويټر اکاونټ شريکه کړې ده.

په ويډيو کې د پېښور ډيولپمنټ اتهارټي چارواکي ليدل کېږي چې په ښار کې د کرين په وسيله د پي ټي ايي بيرغونه لګوي.
ميا افتخار حسين د ويډيو سره په يو ټويټ کې ليکلي چې نن په پيښور کې د عمران خان جلسې ته د پي ډي اے گاډي او کارکونکي په حکومتي خرچه بيرغونه لگوي چې د خزانې وزير وفاقي حکومت ته خط ليکلی دی، خزانه خالي ده. مونږ د IMF نه پيسې نه شو اخستې، ټوله پي ټي ائي د پښتونخوا په پيسو چليږي خو د ملک لپاره پيسې نشته.
د عوامي نيشنل پارټۍ مشر په خپل بيان کښې زياته کړې وه چې د پي ټي آئي په جلسه کښې د پي ډي اے ګاډي استعماليږي، جلسې ته تياري لپاره حکومتي مشينري او حکومتي ملازمين اخستل کيږي۔

بل لوري ته دپيښور ډيولپمنټ اتهارټي چارواکي وائي چې اړونده سپروائزر يې معطل کړى اؤ دهغه په ضد يې پلټنې پيل کړي دي.

نور خبرونه
https://pashto.baaghitv.com/?p=52164

Leave a reply