شپږم ستمبر، نن د پاکستان دفاع ورځ په ملي جوش او جذبې سره نمانځل کیږي

باغی ټي وي رپورټ
نن په ټول ملک کښې د دفاع ورځ په جوش او جذبې سره نمانځلې کیږی.
نن ورځ د وسله والو ځواکونو پخوانیو سرتیرو او شهیدانو ته سلامونه او درناوی وړاندې کیږي.
د کراچۍ په مزار قائد کې د ساتونکو د بدلولو شانداره مراسم ترسره شول، د دې نه علاوه په نورو ښارونو کې هم مراسم ترسره شول.
د پاکستان د هوايي ځواک ۶۰ نارینه او ۵ ښځینه کیډټونو د ګارډز د بدلون په مراسمو کې برخه اخیستې وه.
د غونډې مشر مېلمه ائیر وائس مارشل محمد قیصر جنجوعه وو، مشر مېلمه د مېلمنو په کتاب کې خپل تاثرات ثبت کړل، د پرېډ له معاینې وروسته یې د قائد پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او فاتحه یې وکړه.
بل اړخ ته ډي جي رينجرز پنجاب ميجر جنرل سيد آصف حسين د دفاع ورځ په موقع په مزار اقبال کښې ګډون اوکړو، د علامه اقبال په مزار يې فاتحه خواني وکړه او د ميلمستيا په کتاب کښې يې خپل تاثرات هم وليکل.
بايد يادونه وشي چې د سپټمبر د يوولسمې د جګړې غازيانو او شهيدانو د زړورتيا هغه ابدي کيسې جوړې کړې چې د نړۍ په تاریخ کښې به تل تر تل یادې پاتې وي.
.






