پاکستان په افغانستان کښې امن او ترقي غواړي: قریشي

0
198

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیرخارجه په ۷۶ ملګري ملتونو د عمومي اسمبلي په غونډه کښې نیو یارک ته رسیدلې دې. په اولني ملاقات کښې ی د ملګري ملتونو د خبریالانو سره لیدلي او د افغانستان او کشمیر په ستونزه ی ورسره خبرې کړې دي.
قریشي د یو این خبریالانو ته په ډاګه کړي چې د پاکستان اول نه دا بیان دې چې په افغانستان کښې امن او خوشحالي غواړي.قریشي اویل چې پاکستان د کم وسایلو لرلو باوجود او د بهرنیو امدادونو نه بغیر د ۳۰ لکونه زیات افغان مهاجرینو خدمت کړې او نن هم په پاکستان کښې په لکونو افغان مهاجرین ژوند کوي.
د باغي ټي وي اردو رپورټ مطابق قریشي یو این خبریالانو ته په ډاګه کړه چې د پاکستان معیشت نور د افغان مهاجرینو بوج نه شي زغملې او زیاته ی کړه چې که په افغانستان کښې د امنیت ستونزه رامینځ ته شی نو د ټولو نه زیات به پاکستان بد متاثره شي.
قریشي اوویل چې په افغانستان کښې د کوم انساني ناوړین رامخې ته کیدو نه وړاندې د نړۍ هیوادونو له په کار دې چې په افغانستان کښې د تل پاتې امن لپاره دوی خپل مثبت رول ادا کړي چې په افغانستان کښې امن قایم شي.

Leave a reply