تر ننګرهار وروسته د خوست خلک هم د ملي بیرغ پۀ ننګه راووتل

0
56

تر ننګرهار وروسته د خوست خلک هم د ملي بیرغ پۀ ننګه راووتل

تر لغمان او ننګرهار وروسته نن غرمه مهال د خوست خلک هم د ملي بیرغ پۀ ننګه راووتل

 

(2021 / 8/18 نېټه کابل باغي ټي وي)

نن څلورمه ورځ ده چې لۀ پنجشیر پرته طالبان د افغانستان پۀ ټولو ولایتونو حاکم دي، یادې ډلې لۀ واکمنېدو سره سم د افغانستان لۀ ډېریو دولتي ادارو د افغانستان ملي بیرغونه ټول کړل او پر ځای یې خپل سپین رنګه بیرغونه پورته کړل.

د طالبانو د دغې کړنې پۀ خلاف لۀ ننګرهار او لغمان وروسته خوست ولایت کې هم خلک د ملي بیرغ پۀ ننګه راوتلي او شعارونه ورکوي چې هېڅ وخت ورته دا د منلو وړ نده چې ملي بیرغ دې راټیټ کړي.

Leave a reply