په کاناډا کښې په چاقو یو تن ۱۰ کسان وژلي دي

0
99

باغی ټي وي رپورټ
د کاناډا په ساسکاچیوان ښار کې د چاقو په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، دغه کسان په ۱۳ بېلابېلو ځایونو کې په نښه شوي، چې برید کوونکي یې پېژندلي دي.

د پولیسو په وینا، شکمن کسان د ډیمین سنډرسن او مایلس سنډرسن په نومونو پیژندل شوي، خو دواړه شکمن په تیښته بریالي شوي دي.
د کاناډا شاهي پولیسو د خطرناکو مشکوکو کسانو په اړه اتباعو ته خبرداری ورکړی چې محتاط اوسئ او خپل کورونه یا خوندي ځایونه په غیر ضروري توګه مه پریږدئ او د اوږد سفر څخه ډډه وکړئ.

پوليسو خبردارى ورکړى چې احتمالاً شکمن کسان په کالي نشان روګ کې سپاره وي او که څوک داسې موټر يا شکمن کسان وويني نو بايد له هغوى لرې واوسي او سمدلاسه يې پوليسو ته راپور ورکړي.
په یوه خبري کنفرانس کې، د شاهي کاناډا د ماونټډ پولیسو مشر وویل چې تښتیدلي شکمن خطرناک دي او احتمال لري چې په نورو خلکو برید وکړي.

پوليس وايي چې تر اوسه پورې تورن کسان نه دي نيول شوي او د هغوى د ځاى په اړه معلومات نشته او يا هم چېرته تښتېدلي، نو له همدې امله د صوبې له خلکو څخه د احتياط غوښتنه شوې ده.

د کاناډا په ساسکاچیوان ولایت کې په لسګونو ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

Leave a reply