د ملګري ملتونو عمومي اسمبلۍ 76 غونډه په نیویارک کښې کیږي

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په نیویار کښې د یو این خبریالانو سره خبرې کوي
باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه به په نیویارک کښې تابیا شي او دا به د ۲۱ نه تر ۲۷ ستمبر پورې جاري وی.
د پاکستان وزارت خارجه په سرکاري ویب پانړه د خبرپانړې مطابق د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به دې غونډې ته د ویډیو له لارې خپله وینا وکړي ،د وزیراعظم وینا به په مهمو نړیوالو او سیمه ایزو مسلو کې د پاکستان لید په ګوته کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي به د 21-25 سپتمبر 2021 پورې د نیویارک سفر وکړي. په دې سفر کښې به هغه په نیو یارک کښې په ببلا بیلو غونډو کښې برخه واخلي او د بهرنیو اړیکو په شوری کښې به هم خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر به له خپلو سیالانو او د ملګرو ملتونو له مشرتابه سره دوه اړخیزې ناستې وکړي. هغه به د نړیوالو رسنیو له یوې برخې سره هم خبرې وکړي او د متحرک پاکستاني-امریکایی ټولنې سره به وګوري.
د وزارت خارجه پریس ریلیز مطابق ،پاکستان تل د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعال رول لوبولی دی او د بیلابیلو سیمه ایزو او نړیوالو مسلو او همدارنګه معاصرو ننګونو سره د مقابلې لپاره یې د خپلو دندو په مؤثره توګه ترسره کولو کې د ملګري ملتونو ملاتړ کړی.
د پاکستان وزیر اعظم د پالیسۍ په اړه وینا او نیویارک ته د بهرنیو چارو وزیر سفر به د پاکستان ډیپلوماتیکو اړیکو او د خپلو نړیوالو ملګرو او مهمو بنسټونو سره ښکېلتیا ته وده ورکړي.
دا سفر د پاکستان څو اړخیزه اړیکې ساتلو لپاره د پاکستان ژمنتیا منعکس کوي، د نړیوالې سولې او امنیت په ساتنه کې د ملګرو ملتونو د مرکزي رول تاییدوی ، دا سفرد دوامداره پراختیا ته د وده ورکولو او په ټوله نړۍ کښې بشري حقونو ته درناوی ورکوي.






