ایران د ممکنه کمیایی برید او وسلو په ضد دفاعي سسټم معرفي کړي دې چې د خپل هیواد دفاع او امنیت مضبوط او یقیني کړي

باغی ټي وي رپورټ
ایران په څه باندې ۵۰ ښارونو کې د کیمیاوي وسلو د ګواښونو پر وړاندې دفاعي سیستمونه معرفي کړي دي.
د بهرنیو رسنیو له مخې د ایران د دفاع وزارت مرستیال مهدي فراهي وايي، د هېواد ۵۱ ښارونو کې یې د کیمیاوي وسلو له ګواښ سره د مقابلې لپاره یو سیستم معرفي کړی دی.
هغه وويل، ټول ٥١ ښارونه د دفاعي سيسټم په لرلو سره لازمې اسانتياوې او تجهيزات لري، چې هر ډول بيولوژيکي، راديولوژيکي او کيمياوي ګواښونه په ګوته کولى شي.
د ایران د دفاع پخواني وزیر امیر حاتمي تېر کال په یوه وینا کې ویلي و چې دښمن د ایران پر ضد له هر ډول تکتیک څخه کار اخلي، نو ایران هم باید د احتمالي کیمیاوي بریدونو پر وړاندې چمتووالی ونیسي.





