د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل منلې ده چې په هیواد کښې ګرانۍ ډیره زیاته شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل يو ځل بيا په ملک کښې د انفلاسيون اعتراف وکړ او ويې ويل چې دا مهال انفلاسيون خپل اوج ته نزدې دے.

مفتاح اسماعیل امریکايي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د روان مالي کال د اقتصاد د ودې کچه به له ۳.۵ سلنې څخه زیاته وي.
مفتاح اسماعيل وويل، د هېواد په تاريخ کې د انفلاسيون کچه په ٤٧ کلونو کې په لوړه کچه روانه ده، انفلاسيون خپل اوج ته نږدې شوى او سږ مالي کال به انفلاسيون په اوسط ډول ١٥ سلنه وي.
وفاقي وزير ووئيل چې په هېواد كښې د وارداتو پېسې بايد د ډالرو د راتلو سره برابرې وي خو كه مونږ سره ډالر محدود وي نو زه به ورسره غنم او د خوراکي مواد واخلم.

هغه وویل چې په دې حالت کې موږ کولی شو د آرایشي توکو پیرود وځنډوو، د آرایشي توکو پر وارداتو بندیز تر دریو میاشتو پورې ساتل کیدی شي.

د خزانې وزير وويل زه غواړم چې پاکستان په خپلو وسايلو کې ژوند وکړي، په يو کال کې څه نه شي کولاى خو مونږ ی پیل کولې شو.

د یادولو وړ ده چې د پیسو نړیوال صندوق امکان ښودلی چې سږ کال به په پاکستان کې د انفلاسیون کچه تر ۲۰ سلنې پورې پورته شي.
نور خبرونه

کوهستان او اپر دیر د سیلابونو له مله تر ټولو زیاتې اغیزمنې سیمې دي، راتلونکې ۳ نه تر ۴ کلونو پورې به کمراټ کښې سیلګري بحال نه شي

شیخ رشید وایی چې په ۶ میاشتې کښې د اتحادي حکومت الټرا ساونډ وکړې شو، په حکومت ی نورې هم سختې نیوکې کړي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文