ایران کې یو افغان ځوان اعدام شوی دی
ایران کې یو افغان ځوان اعدام شوی دی
په ایران کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي جاوید رحمان ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ایران کې لږ تر لږه ۲۵۱ کسان اعدام شوي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې دوه چنده دی.
(2022 / 9 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بشري حقونو یوې ایرانۍ وېبپاڼې د ایران په قم زندان کې د یوه افغان د اعدام خبر ورکړی دی. “هلواهوش” وېبپاڼې راپور ورکړی چې د دغه کس نوم محمد حسین علیزاده و.
د راپور له مخې، علیزاده ۱۶ کلن ؤ چې د چاقو په وسیله د یوه کس د وژلو په تور ونیول شوه. علیزاده په ۲۰۱۶ کال کې ونیول شو او د اعدام پر مهال ۲۱ کلن و. د راپورونو له مخې، علیزاده مخکې ویلي وو چې دوی په وهلو ټکولو اعتراف کولو ته اړ کړی و، چې چاقو یې نه درلوده او د جګړې پر مهال یې شراب څښلي ؤ.
په عين حال کې د بشري حقونو ويبپاڼو خبر ورکړى چې دوه بلوڅان د سنبلې په ١٢مه د شنبې په ورځ د زاهدان په زندان کې اعدام شول.
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې په ایران کې سږ کال د اعدامونو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.
په ایران کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي جاوید رحمان ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ایران کې لږ تر لږه ۲۵۱ کسان اعدام شوي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې دوه چنده دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په اعدام شویو کسانو کې ۶۷ یې بلوڅان دي.
د نړیوالو احصایو له مخې ایران د اعدامونو د شمېر له مخې په نړۍ کې دویم هېواد دی او یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې ماشومان مجرمین اعداموي.
د ۱۸ کلونو څخه د کم عمره مجرمینو اعدامول د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له مخې د ایران له مکلفیتونو څخه سرغړونه ده. ملګروملتونو او دبشری حقوقو مدافعانو په ځلونو د ایران داسلامی جمهوریت له چارواکو غوښتی دی چې د ماشومانو د جنایتکارانو د اعدام مخه ونیسی.