افغان فری فایټر خپل کاناډايي سیال ته ماته ورکړه

0
157

افغان فری فایټر خپل کاناډايي سیال ته ماته ورکړه 

له دې لوبې مخکې نصرت حقپرست په خپل انسټاګرام پاڼه کې یو پیغام خپور کړی و چې په کې ویلي و چې په افغانستان کې د رسمي حکومت د نه شتون له امله نه شي کولای چې ملي بیرغ له ځانه سره یوسي.

 

(2022 / 9 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د فري فایټ ورزشکار نصرت حقپرست تېره شپه خپل کاناډايي حریف ته په ماتې ورکولو سره د فری فایټ په سیالیو کې خپله ۱۴مه بریا خپله کړه.

د شنبې په شپه، د ثور په 12، نصرت حق پرست وتوانید چې د نړۍ ترټولو لوی د آزادې مبارزې سازمان (UFC) په سیالیو کې د دریو پړاوونو وروسته خپل کاناډایی سیال ته ماتې ورکړي.

حقپرست وتوانید چې کاناډایي جان مکدیسي ته د پوائنټونو په مقابل کې ماتې ورکړي او په ازادو سیالیو کې یې خپله ۱۴مه بریا ترلاسه کړه.

دا سیالي په فرانسه کې د نړۍ د ازادو مبارزو سازمان لخوا تنظیم شوې وه.

له دې لوبې مخکې نصرت حقپرست په خپل انسټاګرام پاڼه کې یو پیغام خپور کړی و چې په کې ویلي و چې په افغانستان کې د رسمي حکومت د نه شتون له امله نه شي کولای چې ملي بیرغ له ځانه سره یوسي.

حق پرست د افغانستان د ملي بیرغ د نه پورته کولو له امله بښنه وغوښته.

هغه زیاته کړه چې د مراکش له مرستې څخه د مننې په خاطر غواړي چې د دغه هیواد بیرغ نندارې ته وړاندې کړي تر څو د دغه هیواد احسان پر ځای کړي.

د یادولو وړ ده چې نصرت حق پرست د افغانستان د مارشل آرټ د مخلوط ورزشکار دی او په جرمني کې ژوند کوي. هغه د 2012 راهیسې په سپورت کې کار کوي او اوس په UFC کې سیالي کوي.

Leave a reply