د پاکستان لوبډله زمونږ د لوبډلې لپاره یو چیلنجنګ لوبډله ده: د هند لوبډلې مشر روزوونکي وینا

0
134

باغی ټي وي رپورټ
د هند کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي راهول ډراوېډ وايي، چې پاکستان یوه ننګونکې لوبډله ده، د لوړ فشار لوبه له لوبغاړو سره مرسته کوي.

په دوبۍ کې د خبري غونډې پر مهال راهول ډراوېډ وویل چې د پاکستان د لوبډلې توپ وهنه ښه ده، د پاکستان او هند ترمنځ لوبې پورته او ښکته روانې دي، دا ډول لوبې ډېر فشار لري، لوبغاړو ته ګټه رسوي، که موږ د فشار لوبه وکړو، زموږ ټیم ښه کار.
راهول ډراویډ وویل چې دا زموږ لپاره یوه لوبه ده او په دې لوبه کې باید د نورو لوبو په څیر ښه لوبه وکړو، په لومړۍ لوبه کې د پاکستان توپ وهونکو ښه توپ اچونه وکړه او زموږ توپ وهونکو هم ښه توپ وهنه وکړه.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې روزونکي ویلي، رویندرا جدېجا د زنګون د ټپ له امله له اسیا جام څخه بهر دی او تر اوسه د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو ته نه شي بلل کېدای، مونږ به غوره لوبغاړي غوره کړو، زمونږ لوبغاړي ښه دي، د ټورنمنټ ګټلو لپاره به هڅه وکړو.
وموړي زیاته کړه، چې اویش خان ناروغه دی، معتدله تبه لري او تر درملنې لاندې دی، هیله ده، چې اویش خان به سبا او د ټورنمنټ پاتې سیالیو لپاره شتون ولري.

Leave a reply