د خیبر پښتونخوا سپورټس په څانګه کښې کروړونو روپیو د فساد او بې ضابطګیو راپورونه مخې ته راغلي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور ډويلپمنټ اتهارټي او خيبرپښتونخوا ټيکس بک بورډ ترمينځه د خېبرپښتونخوا سپورټس ډيپارټمنټ کښي د کروړونو روپو مالي بے ضابطګۍ او فساد راڅرګند شوې دې.
د سپورټس ډپارټمنټ د آډټ رپورټ ترمخه د جمرود سپورټس کمپلکس د ساتلو او اپ گریڈیشن لپاره قرارداد د ټينڈر لګښت نه 18 فیصده کم قیمت سره ورکړے شوے وو، د 269 ملیون نه زیاتو روپو قرارداد په 21.39 ملیون روپو ورکړل شو.
د راپور له مخې، قراردادي 2 کروړه 9 لاکه روپۍ د امنیت او کال ډیپوزټ په توګه جمع کړي پداسې حال کې چې قراردادي باید 2 کروړه 23 لاکه روپۍ جمع کړې وې.
د جیو نیوز راپور مطابق د پلټنو رپورټ کښې ليکلي شوي دي چې د ډي جي سپورټس اکاونټ نه د هوټلنګ لپاره 43 لاکه 44 زره روپۍ اضافي پيسې ورکړې شوې دې، د ډي جي سپورټس اکاونټ نه 2021 او 2022 کښې اضافي پيسې ورکړې شوې، د څلورو کسانو د هوټل بل یو ورځنی انډر 21 لوبی 7 ورځی ادا شوی او د سپورټس ډیپارټمنټ ته 43 لاکه 44 زره روپئ انجیکشن ولګول شوه.
راپور دا هم په ډاګه کړه چې د U-21 لوبو کې هوټلونو او TADA ته د 2 کروړه 94 لک شکمنې روپۍ ورکړل شوي دي.
په دې لړ کې د خیبرپښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو خاص مرستیال، بیرسټر محمد علي سیف وايي، د شفافیت د یقیني کولو لپاره، د مالي کال په پای کې د دې څانګې پلټنې کیږي.
بيرسټر سیف وويل، په راپور کې د بېلابېلو ټکو په اړه پوښتنې اړوندو څانګو ته استول کېږي او په وروستي راپور کې ټول اعتراضونه لرې کېږي او د پوښتنو ځوابونه راټولېږي.






