پر مولوی مجیب الرجمن برید؛ ا.ا لۀ علماوو د احتیاطي تدابیرو غوښتنه کړې
پر مولوی مجیب الرجمن برید؛ ا.ا لۀ علماوو د احتیاطي تدابیرو غوښتنه کړې
د ا.ا حکومت همدا راز ټینګار کوي، چې د اسلام دښمنان او د دوی پروژې د دیني علماوو په وژلو نشي کولای، د حاکم اسلامي نظام د پیاوړتیا او ملاتړ په اړه د افغان ولس او دیني علماوو ارادې کمزورې کړي.
(2022 / 9 / 3 تاریخ تلویزیون باغی)
بشپړ راپور
ا.ا پر مولوی انصاري برید ته په غبرګون کې ویلي، چې که پخپله دیني علماء اړین احتیاط و نه کړي، سخته ده چې د ورته بریدونو مخه ونیول شي.
تېره ورځ (د وږي ۱۱مه) د جمعې له لمانځه شېبه وړاندې د هرات په ګذرګاه جومات کې د دغه جومات خطیب او امام مولوی مجیب الرحمن انصاري په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په دغې چاودنه کې د نوموړي په ګډون نژدې ۴۸ تنه ووژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول.
ا.ا څرګنده کړې، چې د مولوي انصاري د امنیت په برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی او د خوندیتوب لپاره ورته اضافي ساتونکي، مرمۍ ضد موټر او وسله ورکړل شوې وه.
په دې تړاو د ا.ا په خبرپاڼه کې راغلي، چې استخباراتي ادارو مولوي انصاري ته د متوجه تهدیدونو په اړه هم هغه ته معلومات ورکړي وو.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې که په خپله علماء کرام لازم احتياط ونکړي، د ورته بریدونو مخنیوی ستونزمن کار دی.
د ا.ا حکومت همدا راز ټینګار کوي، چې د اسلام دښمنان او د دوی پروژې د دیني علماوو په وژلو نشي کولای، د حاکم اسلامي نظام د پیاوړتیا او ملاتړ په اړه د افغان ولس او دیني علماوو ارادې کمزورې کړي.
تردې وړاندې په ورته شکل د کابل په خیرخانه سیمه کې د صدیقیه جومات امام امیر محمد کابلی تر هغې وړاندې د جومات دننه په یوه چاودنه کې ووژل شو.
اړوند موضوعات:
هرات؛ پر مولوي مجیب الرحمن برید، د تلفاتو شمېر ۴۸ کسانو ته رسېدلی دی
شیخ رحیم الله حقاني او تر هغې وړاندې د سلفي علماوو مخکښ دیني عالم شیخ سردار ولي ثاقب په خپل کور کې په مرموز ډول و وژل شو.
ا.ا امارت یې د عاملینو د نیولو او په سزا رسولو ژمنه وکړه، خو تر اوسه د هیڅ دیني عالم قاتلین نه دي