جوبایډن خپل محبوبیت لۀ لاسه ورکړی

0
107

جوبایډن خپل محبوبیت لۀ لاسه ورکړی

وروسته تر هغه چې افغانستان کې طالبان واکمنان شوي او د ولسمشر غني پۀ مشرۍ د افغانستان جمهوري نظام را پرځول شوی امریکا کې د جوبایډن محبوبیت تر ټولو ټیتې کچې ته راغلی.

 

(2021/ 8/ 18 نېټه کابل باغي ټي وي)

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په امریکا کې د ولسمشر بایډن محبوبیت تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلی دی.

د راپورونو له مخې یوه بنسټ تېره جمعه یوه نظر پوښتنه ترسره کړې وه په هغه کې د بایډن د محبوبیت کچه ۵۳ سلنه وه، خو په تازه نظر پوښتنه کې دا کچه ۴۶ سلنې ته راټيټه شوې ده. امریکايي رسنۍ ددې کار لامل په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل بولي او په دې باور دي چې د دۀ د غلطو پالیسیو له امله په دغه هېواد کې اوسنی وضعیت رامنځ ته شوی دی.

Leave a reply