آزاد مارکیټ کښې نن بیا د روپۍ په مقابله کښې ډالر درې روپۍ ګران شوې دې

0
186

باغی ټي وي رپورټ
په هېواد کې نن د ډالر په نرخ کې ګډوډ رجحان موجود دی، په انټربینک مارکیټ کې ډالر لږ ارزانه او په ازاد بازار کې درې روپۍ ګران شوی دی.

د سټيټ بينک اف پاکستان لخوا جاري شوي شميرو ترمخه د انټر بينک کاروبار په ختميدو سره د ډالر نرخ د 15 پيسو په مقابله کې 218.60 روپۍ ته رسيدلی دی.

د دې تر څنګ په ازاد بازار کې د ډالر بیه له ۳ روپیو ۲۲۲ کلدارو ته رالوېدلې ده.
دا خبره مهمه ده چې نن د پاکستان سټاک ایکسچینج کې هم د سرمایه کارۍ لپاره مخلوط ورځ وه.د پاکستان سټاک ایکسچینج 100 انډیکس نن د 108 پوائنټونو زیاتوالي سره 42460 باندې بند شو.

دکاري ورځي په مهال د١٠٠ؤ انډيکس په ٣١٥ پوائنټونو کې پاتې راغلى، نن په بازار کې د٢٤٨.١ ميليونه ونډو کاروبار وشو، د ونډو بازار د کاروبار ارزښت ٨ اربه روپو څخه زيات و.

د بازار سرمایه 9 اربه روپو لوړوالي سره 7044 اربه روپو ته لوړه شوه.

Leave a reply