آسیا جام ، بنګله دیش قامي کرکټ ټیم د افغانستان ټیم ته ۱۲۸ منډو هدف ورکړې دې

0
45

باغي ټي وي رپورت
د اسیا جام شل اوریز جام د ب ګروپ په لوبه کې بنګله دېش افغانستان ته د بریا لپاره ۱۲۸ منډې هدف ورکړې دې .

د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د لوبې پچه د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې مصدق حسین ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړې.
بنګله دېش لوبډله له پیله له ستونزو سره مخ وه، افغان سپېنرانو د بنګلادیش توپ وهونکي پرې نه ښودل چې ښه توپ وهنه وکړي او منډې جوړې کړي او دغه شان په ۵۳ منډو د بنګله دیش ټولټال ۵ لوبغاړي پویلین ته واپس شول.

خو بنګله دېش توپ وهونکي مصدق حسین مسوولانه توپ وهنه وکړه او د لوبډلې سکور یې ۱۲۷ منډو ته ورساوه.
د افغانستان لپاره راشد خان درې او مجیب الرحمن درې ویکټې واخیستې.

د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه د بنګله دېش او افغانستان دوهمه لوبه کوي، تر دې مخکې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

د بنګله دیش کپتان شکیب الحسن نن خپله سلمه شل اوریزه نړیواله لوبه کوي، هغه دریم بنګلادیش لوبغاړی دی چې دا ویاړ ی خپل کړو.

Leave a reply