استرالیا د پاکستان سیلاب ځپلو لپاره د دوه میلیونه ډالرو اعلان کړې

باغی ټي وي رپورټ
استرالیا د پاکستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د دوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير وويل، حکومت پاکستان ته د فوري بشري اړتياوو لپاره مرستې ورکوي، چې له مخې به يې اسټراليا د خوراک نړيوال پروګرام له لارې پاکستان ته دوه ميليونه ډالره مرسته ورکوي.
د بهرنيو چارو وزير پيني وانګ وويل، سيلاب ځپلې ښځې، ماشومان او زيانمن شوي خلک د بيړنيو مرستو مستحق دي.
هغه وویل چې د اسټرالیا حکومت د هغو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې په سیلابونو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي او د سیلابونو له امله زیانمنو شویو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
دا خبره مهمه ده چې پاکستان دننه هم د عام ټولنې خلقو او سازمانونو د سیلاب ځپلو سره مرستو لپاره چنده راجمع کولو لپاره ځای په ځای کمپونو لګولي دي.
چین هیواد هم د پاکستان سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ ملیونه یوآن ورکولو اعلان کړې دې.
نور خبرونه






