کندهار کې یو ځوان د خپل ماما لۀ لوري وژل شوی دی
کندهار کې یو ځوان د خپل ماما لۀ لوري وژل شوی دی
په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د قتل قضیې، کورني تاوتریخوالي او ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي. تېره ورځ په پکتيکا کې سرچينې وويل چې د دغه ولايت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې يو ځوان خپل پلار په چاقو وژلى دى.
(2022 / 8 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کندهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یوه سړي خپلځوان خوریی وژلی دی. د چارواکو په وینا، دا پېښه نن یکشنبه د سلواغې په شپږمه شاوخوا ۱۲ بجې شوې ده. د دامان ولسوالۍ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار وايي، چې قاتل سید عالم نومېږي او د خپلې خور زوی محمد اسلم یې د ټوپک په ډزو وژلی دی. ښاغلي عبدالجبار زیاته کړه چې د قاتل او مقتول تر منځ لفظي شخړه شوې ده. د دامان ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې د دې قضيې په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.
اړوند موضوعات:
ننګرهار؛ د ناپېژانده کسانو لۀ خوا یو قومي مشر وژل شوی دی