طالبان ښايي افغانستان په نړیوال تروریستي مرکز بدل کړي:

0
79

طالبان ښايي افغانستان په نړیوال تروریستي مرکز بدل کړي:

د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زمان چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو سرسخت منتقد و، وايي طالبان ښايي افغانستان کې د تروریزم ستر مرکز رامنځ ته کړي.

د نوموړي په باور امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د نړۍ د سرلاري هېوادونو په توګه خپل ځای له لاسه ورکړ او ناټو غړي هېوادونه هم و نه توانیدل چې له نړیوال تروریزم سره بریالۍ مبارزه وکړي. زمان اندېښنه ښيي چې ښایي بیاځلې له افغانستان څخه د نړۍ هېوادونو پر وړاندې ګواښ رامنځ ته او له دې ځایه پرې بیا بریدونه پیل او په نښه شي.

Leave a reply