ميدان وردګو ولایت کې سېلاب ځپلو سره مرسته وشوه
ميدان وردګو ولایت کې سېلاب ځپلو سره مرسته وشوه
یاده مرسته په ولایت مقام کې د والي الحاج محمد امین عمري لخوا د شهید د کورنۍ غړو ته وسپارل شوه، والي ښاغلي عمري د الله تعالی له درباره شهید ته جنت الفردوس او کورنۍ غړو ته یې صبر جمیل غوښتنه وکړه، دغه راز یې د شهید د کورنۍ غړو ته د تسلیت مراتب هم وړاندې کړل.
(2022 / 8 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
وروستیو سیلابونو د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ تنګي سیمې رنځي خیلو کلي کې د خان محمد په نامه یو ماشوم شهیدان شوي و، چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت لخوا د شهید له کورنۍ سره د یو لک افغانیو مرسته وکړه.
یاده مرسته په ولایت مقام کې د والي الحاج محمد امین عمري لخوا د شهید د کورنۍ غړو ته وسپارل شوه، والي ښاغلي عمري د الله تعالی له درباره شهید ته جنت الفردوس او کورنۍ غړو ته یې صبر جمیل غوښتنه وکړه، دغه راز یې د شهید د کورنۍ غړو ته د تسلیت مراتب هم وړاندې کړل.
په ورته وخت کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس ملا فیض الله جلالي د شهید د کورنۍ غړو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو کولو ژمنې هم وکړې