د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نوی مسلکي مرستیال معرفي شو.

0
52

 

۲۸اګست ۲۰۲۲

مولوي عبدالرحمن راشد چې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال په توګه ټاکل شوی، د امیرالمؤمنین هبة الله اخندزاده د فرمان پر اساس نن د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.

د معرفۍ په دغه غونډه کې چې د وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، لومړی د کډوالو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني خبرې وکړې او ویې ویل چې د تېرو څلورو لسیزو جګړو د میلیونونو افغانانو د کډوالۍ او بې ځایه کېدو لامل شوی دی. پخوانیو حکومتونو هغه څه ونه کړل چې په دې برخه کې اړین وو او د مسؤلیت احساس یې ونه کړ او زموږ ملیونونه هیوادوال له ډیرو ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه، هر مهاجر او بې ځایه شوی او همدارنګه په هېواد کې دننه د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي کسان له دغه وزارت څخه د همکارۍ او مرستې تمه لري او د خپلو هېوادوالو د خدمتګار په توګه موږ مسوولیت لرو چې د مرستو جلب او جذب، پر هغوی وویشو. راځئ هڅه وکړو چې مستحقینو ته خدمت وکړو او د مهاجرینو د داوطلبانه او باعزته راستنیدو لپاره شرایط رامینځته کړو.
حقاني زیاته کړه چې د دغه وزارت د نوي مرستیال په معرفي کېدو سره هڅه کوو چې د یوه متحد او همغږي ټیم په توګه خپلو هېوادوالو ته په جدي او مؤثره توګه خدمت وکړو.

اړوند موضوعات

افغان دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو لپاره نوی معین وټاکلو.

د مهاجرینو چارو وزارت نوي ټاکل شوي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد ووېل اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري پرده د شوي اعتماد مننه وکړه او د اسلامي امارت د بریا، سولې او امنیت د تامین هیله یې وکړه، هغه زیاته کړه چې د سوله ییز ژوند شرایط برابر شوي او د مهاجرینو چارو وزارت باید د مهاجرینو او بې ځایه شویو په راستنیدو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

Leave a reply