هرات ولایت کې د هوايي ډزو پۀ ترڅ کې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
هرات ولایت کې د هوايي ډزو پۀ ترڅ کې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
د هرات د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت د تورغونډۍ په سیمه کې امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې په مراسمو کې یې د هوايي ډزو په پایله کې یو ماشوم وژلی او یو بل تن یې ټپي کړی دی.
(2022 / 8 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په هرات کې هوايي ډزو یو ماشوم وژلی او بل یې ټپي کړی دی. د هرات د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت د تورغونډۍ په سیمه کې امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې په مراسمو کې یې د هوايي ډزو په پایله کې یو ماشوم وژلی او یو بل تن یې ټپي کړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې له دغه کس څخه یوه میل کلاشینکوف هم ترلاسه شوی او نیول شوی کس هم تر پوښتنو لاندې دی.
دا پۀ داسې حال کې ده چې کابل کې د پنجشیر تر نیولو وروسته د سختو هوايي ډزو لۀ امله خلکو شکایتونه وکړل چې پایله کې یې ا.ا ټولو ولایتونو کې هوايي ډزې منعه اعلان کړې او ویې ویل چې که څوک هوايي ډزې وکړې سزا به وویني.