حکمتیار لۀ ا.ا څخه غوښتي چې د چارو د وروستۍ پرېکړې کولو پۀ موخه باصلاحیته شورا جوړه کړي

د حزب اسلامي مشر د جمعې په ورځ د سنبلې په ۴ مه زیاته کړه چې دغه شورا باید د راتلونکي نظام، د حاکمانو د لیرې کولو او نصبولو، وظیفو او حدودو ته د پای ټکی کېږدي.
ښاغلی حکمتیار وايي، دا شورا لا هم د اسلامي شریعت په رڼا کې اساسي قانون تعریفوي او د تصمیم نیولو وروستی واک دی.
(2022 / 8 / 27 نېټه باغی ـټلویزیون)
بشپړ راپور
ګلبدین حکمتیار له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې یوه داسې شورا جوړه کړي چې د ملي اجماع استازیتوب وکړي او غړي یې د خلکو له خوا انتخاب شي او د حکومت د مشرانو په ګډون د هغې پرېکړې ته درناوی وکړي.
د حزب اسلامي مشر د جمعې په ورځ د سنبلې په ۴ مه زیاته کړه چې دغه شورا باید د راتلونکي نظام، د حاکمانو د لیرې کولو او نصبولو، وظیفو او حدودو ته د پای ټکی کېږدي.
ښاغلی حکمتیار وايي، دا شورا لا هم د اسلامي شریعت په رڼا کې اساسي قانون تعریفوي او د تصمیم نیولو وروستی واک دی.
حکمتیار هدارنګه ویلي چې شونې ده امریکا هر وخت د ا.ا مشران پۀ نښۀ کړي او پۀ وینا یې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هغوی افغانستان کې ډېر اهداف پۀ نښه کړي دي؛ خو پۀ وینا یې یوازې د شیرپور پېښه رسنیزه شوه.