بغلان ولایت کې د کولرا ناروغۍ زرګونه پېښې ثبت شوې دي 

0
89

بغلان ولایت کې د کولرا ناروغۍ زرګونه پېښې ثبت شوې دي 

هغه زیاتوي چې په بغلان کې د کولرا د پېښو تشخیص ممکن نه دی او موږ د کولرا د شکمنو ناروغانو نمونې مرکز ته لېږلي دي او تر اوسه یې پایلې موږ ته نه دي وړاندې شوې.

دا ناروغي د پاتې خوړو، ناپاکو لاسونو او د ناپاکو اوبو څښلو له امله رامنځته کیږي.

 

(2022 / 8 /  27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په بغلان کې د کولرا ۱۱۱۷۴۶ شکمنې پېښې ثبت شوې دي. د بغلان د عامې روغتیا مسوول محمد شریف عبیدي وايي، د روان کال په وروستیو درېیو میاشتو کې په بغلان کې ۱۱۱۷۴۶ تنه په شدید اسهال اخته کسانو د بغلان روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې او د ټولو درملنه شوې ده.

هغه زیاتوي چې په بغلان کې د کولرا د پېښو تشخیص ممکن نه دی او موږ د کولرا د شکمنو ناروغانو نمونې مرکز ته لېږلي دي او تر اوسه یې پایلې موږ ته نه دي وړاندې شوې.

دا ناروغي د پاتې خوړو، ناپاکو لاسونو او د ناپاکو اوبو څښلو له امله رامنځته کیږي.

اړوند موضوعات: 

جوزجان کې ۱۸ زره کسان کولرا ناروغۍ نیولي دي

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د هلمند او کندهار ولایت کې د یادې ناروغۍ سلګونه پېښې ثبت شوې چې زیات شمېر کسان یې لۀ امله ووژل شوی.

Leave a reply