ننګرهار کې پۀ لاریون کوونکو ډزې شوي
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2021/08/FB_IMG_1629266124757.jpg)
ننګرهار کې پۀ لاریون کوونکو ډزې شوي
وروسته تر هغۀ چې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو د افغانستان د آزادۍ ورځې نمانځلو پۀ موخه ملي بیرغونه پورته کړل ډزې پرې وکړل شوې.
(18/8/2021 نېټه باغي ټي وي)
نن سهار د ننګرهار ښار اوسېدونکي د ملي بیرغ د بیرته پورته کېدو پر موخه لاریون ته راووتل، دوی غوښتل چې د افغانستان ملي بیرغ (تور، سور، شین) رنګه بیرته پورته کړي چې د طالبانو لۀ سخت غبرګون سره مخ شول او د تیت و پرک کېدو پر موخه یې پرې ډزې وشوې، خلکو د بېلابېلو شعارونو پۀ ورکولو وویل چې دوی پۀ هېڅ راز د ملي بیرغ ټيټېدل نۀ مني او پۀ اصطلاح یې د مرګ تر ورځې بۀ لۀ خپلې داعيي نۀ تېرېږي.
یاده دې وي چې نن سهار د لغمان ولایت کې هم یو شمېر ځوانانو ملي بیرغونه پورته کړي ؤ چې د طالبانو لۀ خوا ورباندې ډزې وشوې او بیرغونه ورڅخه ټول کړل شول.