ننګرهار ښاروالۍ بندې لارې پرانیستې

0
86

ننګرهار ښاروالۍ بندې لارې پرانیستې

د ننګرهار ښارولۍ وروسته تر هغۀ چې طالبان پۀ ښارواکمنان شول د جلال آباد ښار ټولې تړلې لارې یې پرانیستې.

 

(8/18/2021 نېټه باغي ټي وي)

د ننګرهار ښاروالۍ وروسته تر هغه چې طالبان د ننګرهار ولایت پۀ ګډون د افغانستان پۀ ټولو ولایتونو حاکم شول اعلان وکړ چې ټول هغه سیمټي دیوالونه او خښتې چې د عامو خلکو د لارو بندېدو سبب شوي لۀ سړکونو او کوڅو لرې شي.

د جلال آباد ښار پۀ ګډون د افغانستان پۀ ټولو لویو او وړو ښارونو کې د یو شمېر دولتي چارواکو او زورواکو لۀ خوا د خپلو کورنو د امنیت خوندي ساتلو پۀ موخه پۀ لارو او کوڅو کې سیمټي دیوالونه او خښتې ايښې وې چې عامو خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې وې، تېره ورځ د ننګرهار ښاروالۍ پۀ یو اقدام کې یاد دیوالونه لرې کړل او امر یې وکړ چې یاد سیمټي دیوالونه او خښتې دې د کلیو او پراختیا ریاست پۀ واک کې ورکړل شي تر څو د بندو او ویالو پۀ جوړولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

د ننګرهار ښاروالۍ هغو ټولو خلکو ته چې لارې او کوڅې یې بندې کړي خبر ورکړی چې تر سبا پورې دې تړلې ټولې لارې د خلکو پر مخ پرانیزي.

Leave a reply