ملي دفاع وزارت د الفاروق قول ارو کې د بایومتریک د څانګې د فعالېدو خبر ورکړی دی

د افغانستان حکومت د پوځ په دې قول اردو کې د بایومتریک څانګې د بیا فعالولو موخه “د قول اردو د چارواکو او ځواکونو ثبتول او د پوځ د صفونو د پاکولو ښه کول” بللي دي.
افغان حکومت اعلان کړی چې د خلکو بایومټریک به د صفونو په پاکولو او د “ناخوښه او ګټه غوښتونکو خلکو” د ننوتلو په مخنیوي کې ګټور وي.
(2022 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملي دفاع وزار وايي چې په الفاروق قول اردو کې د بایومتریک څانګه پرانیستل شوه. د افغانستان د ملي دفاع وزارت د بایومتریک څانګه د الفاروق قول اردو په مربوطاتو کې د دغې ډلې د بایومتریک څانګې د بیا پیل خبر ورکوي.
د افغانستان حکومت د پوځ په دې قول اردو کې د بایومتریک څانګې د بیا فعالولو موخه “د قول اردو د چارواکو او ځواکونو ثبتول او د پوځ د صفونو د پاکولو ښه کول” بللي دي.
افغان حکومت اعلان کړی چې د خلکو بایومټریک به د صفونو په پاکولو او د “ناخوښه او ګټه غوښتونکو خلکو” د ننوتلو په مخنیوي کې ګټور وي.
تر دې وړاندې د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت د صفوفو د سمون او تصفيې مشر لطف الله حکیمي پۀ یوه مرکه کې ویلي ؤ چې دوی تر دې دمه ۱۵۰ زره اردو جوړه کړې، چې د اړتیا پۀ وخت کې به دغه شمېره لوړه کړي.